پېښور 07 نومبر(اے پي پي) د پوليو مخنيوي پحقله د خېبرپښتونخوا صوبائي ټاسك فورس مهمه غونډه د شورو په ورځ پېښور كښې د وزیراعظم فوکل پرسن بابر بن عطاء او د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر نويد كامران بلوچ په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د صحت صوبائي وزير هشام انعام الله خان ٬ صوبائي غړ?? فضل الهي ٬ كامران بنګشن او ټولو ضلعي كشمنرانو او دوهم كمشنرانو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې بابر بن عطاء ووئيل د وزیراعظم د وژن له مخې پولیو څخه پاك او صحتمند پاکستان لپاره ب?? ټولې اسانۍ كارولې شي۔ ده ووئيل د پوليو خاتمې لپاره ??اتلونكې 6 مياشتې ډېرې اهميت لري۔ ده ووئيل پېښور كښې د پوليو مخنيوي لپاره ?? پوليو وائرس څ??ه ځپلو سيمو كښې د ټآكلو غړ?? هلې ځلې مهم پېشرفت دے او په راتلونكي كمپائن كښې به ټاكلې نمائندګان فضل الهي او كامران بنګش په مرسته يادو شوو سيمو ته خاص پاملرنه كولې شي