اسلام آب??د 17 اكتوبر (اے پي پي) اېشین هاكی چیمپئنز ټرافی نن د اكتوبر په 18 مه نېټه مسقط، عمان كښې پېل كېږي۔ د هند لوبډله به د خپل ټائټل دفاع كوي۔ په ايونټ كښې به 6 ه??وا??ونه برخه اخلي كومو كښې چې كوربه لوبډله عمان ٬ پاكستان ٬ هند ٬ ملائیشیا، سوئيلي كوريا او جاپان شامل دي۔ پاكستان به 5 مېچونه كوي۔ كومو كښې به چې اولنې مېچ په 19 اكتوبر سوئيلي كوريا ٬ دوهم روايتي حريف هند سره په 20 اكتوبر درېم په 22 اكتوبر عمان سره ٬ څلورم په 24 اكتوبر جاپان او د ګروپ آخري مېچ به په 25 اكتوبر ملائيشيا سره كوي۔ دټورنامنټ پوزيشن مېچونه به په 27 اكتوبر كولې شي۔ د درېم پوزيشن مېچ به په 28 اكتوبر كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اېشین هاكی چیمپئنز ټرافی په كال 2011ء كښې پ??ل شوې او پاكستان او هند دوه دوه وارې ټائټل په خپل نوم كړے۔