اسلام آباد 24 ستمبر (??ے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے یي یي) په مالياتي توګه قوي كولو او مستحكمه اداره جوړولو له د جا??ع پلان وړاندې كولو سره د ادارې آمندن او خرڅونو تر مينځه د فرق كمولو لپاره د ګامونو پورته كولو سپارښتنه كړې ده ۔ وفاقي وزير دا خبرې د وزارت ذمه وارۍ پغاړه اخستو نه پس د ??ے پي پي د مركزي دفتر خپلې وړومبنۍ دورې په مهال كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د ادارې كاركردګي لا ښه كولو لپاره دې انساني وسائل په ښه ډول پكار راوستلې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل بهر هېواد كښې په ځائ كړې شوې د ??ے پي پي د استازو د كار استعداد زياتولو لپاره دې د هغوي د تربيې اهتمام وكړې شي او د اړوندو هېوادونو د ژبو كورسونه دې وكړې شي۔ وفاقې وزير ووئيل ??ے پي پي ګرده نړۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو او د خبرو ترسيل لپاره بشپړه كردار لوبوي٬ اداره دې بهر هېوادونو مشنز كښې په ځائ كړې شوې پرېس اتاشيانو سره روابطې هم ښه كړي۔ د دې ن?? وړاندې د ??ے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر محمد مسعود ملك د ادارې د كار ٬ خدماتو او د نړۍ بېلا بېلو خبرې اژانس سره د خبرونو د تبادلې په لوظنامو بشپړه بريفنګ وركړو۔ د بريفنګ نه پس وفاقي وزير امر وكړو چې ??ے پي پي ته دې ضروري آلات وركړې شي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن زياته كړه چې په نړۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص لا ښه كولو لپاره د ادارې نېټ ورك پراخه كولو لپاره اقدامات كول پكار دي