اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئېلي دي حكومت په وړ??مب??و 9 ورځو كښې تاريخي كارونه كړې ٬ اپوزېشن د صدارتي ټاكنو په اړه ښه كردار ترس??ه كړې٬د اقتدار د انتقال د مهم پړاؤ په ترس??ه كېدو پاكستاني اولس له مباركي وركوم٬د وزيراعظم هاؤس د اربونو روپو ګاډي خرڅولې شي٬وزيراعظم د خپل ځان ??پا??ه د وړوكي كور انتخاب كړې٬په اقتصادي مشاورتي كمېټۍ كښې لويې لويې خلق شامل كړی شوي٬كومه اقتصادي ډله چې جوړه كړې شوې په دې كښې راتلونكې نوبل انعام ??پا??ه نومولې شوي كسان شامل دي٬په رياستي مېډيا مو سينسرشپ ختم كړې٬د پلانټ فار پاكستان كمپائن له مخې په يوه ورځ كښې 15 لكه بوټي نال كړې شوي ۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو او اے پي پي سره په خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ډاكټر عارف علوي د عمران خان هغه ??خت ملګرتيا كړې وه كله چې تحريك انصاف يو وړوكې شان ګوند و٬هغه ??ظريې سره ثابت قدم پاتې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د بدلون د سفر مهم پړاؤ د ډاګټر عارف علوي په مشرۍ كښې روان دې٬نن ماحول ډېر ښه و٬دا وئېل سم نه دي چې د اپوزېشن اتحاد تحريك انصاف ته ګټھ رسولو ??پا??ه مات شوې دا منفي سوچ دے۔وفاقي وزير ووئيل د واكمن ګوند او اپوزېشن پشمول دريو واړو ګوندونو انتخابي كمپائن چلولې۔فواد چوهدري ووئيل د عمران خان په ډله كښې هغه خلك شامل دي چې ورسره به معلومه شي چې په دوي كښې څومره زور دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په حكومت تنقيد كول د مېډيا حق دے٬كه مېډيا تنقيد ونه كړي نو څوك به يې كوي۔وفاقي د اطلاعات وزير ووئيل پريكړه اولس ته كول دي چې حكومت كار كوي يا مېډيا يوازې تنقيد خپروي۔ده ووئيل حكومت به خپل كار روان ساتي٬مېډيا كه مثبت تنقيد كولو نو مونږ به يې هركلے كوو۔له بلې خوا پي ټي وي سره په خبرو كښې د صدارتي كانديد په اړه د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد شاه بيان په اړه د اطلاعات وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د وزيراعظم د ټاكنې په موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سياسي ګوندونو سره د ايجنډې جوړولو پريكړه كړې وه نو د پيپلز ګوند لارښود خورشيد شاه له هم ورغلې ؤ او هغه ??خت تحريك انصاف او نورو سياسي ګوندونو د اولس مشرۍ ټاكنې ??پا??ه كوم كانديد نه ؤ وړاندې كړې٬ ده ووئېل خورشيد شاه ته مو وئېلي وو چې اولس مشرۍ ??پا??ه متفقه كانديد راوستل كېدې شي خو چې كومه خبره سيد خورشيد شاه اوس كوي زه پرې پوهه نه شوم۔فواد چوهدري ووئيل هغه ??خت ټي وي چينلو د ده كورېج نه كولو كېدې شي ځكه ده دا خب??ه كړې وي۔وفاقي وزير ووئيل د اولس مشرۍ په ټاكنو كښې برخه اخستل د هر يو سياسي ګوند حق دے خو مېډيا په دې خبره بيا بيا اسرار كولو چې بايد اپوزېشن ګوندونو يو كانديد راوستې ؤ