کراچی ۔ 2 جون (اے پی پی) د سندھ نګران اعلی وزير فضل الرحمن ګورنر هاؤس كښې د نګران اعلی وزير څوكۍ سوګند پو??ته كړو۔ د خالي په ورځ وزيراعلی هاؤس څخه جاري شوې اعلاميې ترمخه د سوګند پورته ك??لو دستورې پیل د قامي سرود او د قرآن كريم تلاوت څخه وكړې شو۔ دستوره كښې موده ترسره ك??ؤنكي اعلی وزير سید مراد علی شاہ ،اسپیکر آغا سراج درانی، پخوانو وزيرانو ٬ بېوروکرېټس، ډی جی رېنجرز ، آئی جی سندھ او د سول سوسائټۍ شخصياتو لوئې شمېر كښې ګډون وكړو۔ د سوګند پورته ك??لو دستورې څخه وروستو نګران اعلی وزير د خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل نګران كابينه به متوازن وي۔ ده ووئيل ټولو ګوندونو ته زما دروازې پرا??ست?? دي او زما يوازنې مقصد د سپېځلو ټاكنو كول دي۔ ده ووئيل ټاكليو نمائندګانو ته د اقتدار منتقل كول زما اولنۍ ذمه واري ده۔ ده ووئيل د اولس او سياسي ګوندونو مننه ك??م چا چې په ما د باور څرګندونه وكړه۔ وزيراعلی هاؤس ته په رسېدو ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔