اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال د اسلام آباد پشمول د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د باران او په غ??ه ايزو سيمو د واورې ??رېدو امكان دے۔ د موسمياتو محكمې له مخې ګل په ورځ د بلوچستان او سندھ په ځينې سيمو كښې د باران امكان دے۔ د ګل او د شورو د ورځې نه په خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ اسلام آباد٬ بره پنجاب٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې د باران ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو محكمې له مخې په دې موقع په غ??ه ايزو سيمو د واورې ??رېدو امكان دے٬ د ت??دو??ې درجې كمېدو سره د سموګ ختمېدو امكان هم ښودل شوے۔ د راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك و۔