اسل??م آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي داخله وزارت ته امر وكړو چې آټومېټك وسلو لپاره د وسلې لائسنسونو د رېګولېشن معامله دې د وفاقي كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ دا خبرې وزيراعظم د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د آټومېټك وسلو لائسنسونو په معامله د بريفنګ غونډې مشرۍ په مهال وكړې ۔ داخله سېكتر وزیراعظم ته د وفاقي او صوبائي حكومتونو لپاره د جاري كړې شوې وسلې لائسنسونو شمېرو په اړه په مجموعي صورتحال بريفنګ وركړو۔ سېكتر د وسلې لائسنسونو اجراء پحقله د پاليسي فرېم ورك په اړه هم غونډه خبر كړه ۔ غونډې ته ووئيل شول چې د ??ال 2010 او 12 په مهال د ممنوعه بور وسلو 19 زره 143 لائسنسونه جاري كړې شوې ۔ د ??ال 2013 په عبوري دو?? كښې په مجموعي توګه د ممنوعه بور 25 زره 789 لائسنسونه جاري شوي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د اوسني حكومت په دو?? كښې تر اوسه د ممنوعه بور يوازې 410 لائسنسونه جاري كړې شوې دي چې پكښې 400 لائسنسونه واپډا او لس شخصياتو ته جاري كړې شوې دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د ټولو لائسنسونو د تجديد لپاره د دسمبر 30مه نيټه ??ال 2017 ډېټ لائن ټاكلې شوې دې او د دې نه پس به د داخله وزارت لخوا جاري كړې شوې ټول نان كمپيوټرائزډ لائسنسونه منسو?? ګڼلې شي۔ وزیراعظم داخله وزارت ته امر وكړو چې د د وسلې لائسنسونو اجراء په اړه دې جامع پاليسي جوره كړې شي دغسې چې دا عمل نور آسان او خواست كوٶنكو لپاره دو??تانه جوړ كړې شي۔ ده امر وكړو چې د وسلې لائسنسونه د نادرا د كمپيوټرائزډ شناختي كارډ ډېټا بېس سره پېوست كول پكار دي۔