واشنګټن 21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي د?? چې پاكستان د تر??ګرې په ضد جنګ كښې فعاله شراكت دار دے٬ پاكستان افغانستان سره په ??وله په سختو سيمو كښې د شدت خوښو لخوا كارول كېدونكي ټول پټنځايونه له مېنځه وړي۔ ده دا خبرې نيويارك ټائمز سره په ??وه مركه كښې كړې دي كومه چې د شورو په ??رځ خپره شوې۔ وزيراعظم څوك چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون كولو په ??ړ كښې په ??يويارك كښې دے٬ ووئيل چې په ??اكستان كښې دا تاثر دے چې د تر??ګرې د لعنت په ضد سره د ټولو هڅو د امريكې لخوا د پاكستان ډاډګېرنه نه ده شوې او زمونږ د قربانې بېزه جوړول كېږي۔ ده ووئيل چې مونږ د تر??ګرې په ضد فعاله شراكتدار يو٬ دلته دا خبره د ذكر وړ ده چې لكه څنګه چې په امريكائي مېډيا كښې رپورټ شوې چې د پاكستان په اړه د امريكې نوې پاليسي او د هند په ??لو د هغې په ??ېټېدلو په ??ېواد كښې سخت غبرګون موندل كېږي او تجزيه كوونكو خبردارې ور??ړې چې د امريكې د نوې پالېسې د ګارګر كېدو امكان نشته او دې سره ب?? په افغانستان كښې د امن مقصد په تر??اسه كولو كښې مشكل پېدا شي او له ب??ې خوا پاكستان كوم چې د تر??ګرې په ضد نړيوال جنګ كښې لوي قيمت ادا كړے٬ څو ځله په دې خبره زور ور??ړے چې هغه د تر??ګرو په ضد د كوم فرق نه بغېر كارروائي كوي او انتهاخوښي عناصر په تښته دي او هغو په ګاونډي هېواد افغانستان كښې پناه اخيستې۔ وزيراعظم نيويارك ټائمز سره په ??ركه كښې ووئيل چې د پاكستان وسله والو ځواكونو افغانستان سره په ??وله په سختو سيمو كښې د شدت خوښو لخوا كارول كېدونكي ټول پټنځايونه له مېنځه وړي۔ شاهد خاقان عباسي په سپيو ټكو كښې ووئيل چې د پاكستان پوځ په سيمه بېرته كنټرول تر??اسه كړے او اوس د تر??ګرې هېڅ يوه اډه نشته۔ نيويارك ټائمز د وزيراعظم په اړه وئيلي د?? چې پاكستان سره ټېكټيكل نيوكلير وسله نشته۔ ده ووئيل چې پاكستان سره مختصر فاصله ويشتونكې نيوكليئر وسله ده كومه چې د جنګ په ??ېدان كښې كارولو لپاره نه ده ډيزائن كړې شوې او دا په سخت حفاظتي كمانډ اېنډ كنټرول كښې ده۔