اسلام آباد ، 25 اکتوبر (اے پی پی) د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان وئیلي دي چې د پخواني وزیر??عظ?? نواز شریف بیانيه د هېواد په ګټه نه ده۔ د ده د قومي ادارو په ضد د ناوړه بيانونو په موجودګۍ كښې پاكستان كوم بهرني دښمن ته اړتيا نه لري۔ نواز شریف انقلابي مشر نه دے ، هغه تل دروغ وئیلي دي. هغه بدعنوانۍ لپاره خپلواکي غواړي خو هغه ته به دداسې كولو اجازه ورنکړې شي. یو خصوصي تلویزیوني چېنل سره په خبرو کې هغه ووئیل چې نواز شریف محکوم مجرم دے او په ډېرو قضیو کښې تښتېدلے دے ، هغه باید بېرته هېواد ته راستون شي او په محکمو كښې د بدعنوانۍ خپلو مقدمو سره مخ شي۔ علي محمد خان ووئيل چې پاكستان ډېموکرېټک موومنټ (پی ډی اېم) د بدعنوانه عناصرو ډله ده۔ دوئي له به د قامي خزانې د پېسو په ناجائزه توګه د كارولو او د خپلو ناوړه كارونو په اړه قانون له ځواب وركول وي۔ هغه ووئيل ابوزيشن ګوندونه په بېلو ډلو كښې تقسيم شوي دي او دويئ به د اولسي غونډ?? نه څه هم ترلاسه نه كړې شي۔ وزیر مملکت ووئيل حكومت په هېڅ شان بدعنوانو ته اېن آر ا?? نه وركوي۔ وزير??عظ?? به د پي ډي اېم لارښود?? نه لوټ كړې شوې قومي رقم بېرته ا??لي?? هغه وويئل حكومت د اپوزيشن جلسو جلوسون?? نه هېڅ خطر نه محسوسوي او حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔