اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډا??ټر شهباز ګل وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د حكومت د ذمه وار مشر په توګه ادارې په خپله خپل كار كولو ته پرېږدي۔ په قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په ټويټ په خپل غبرګون كښې ډا??ټر شهباز ګل ووئيل چې هم دا خو ستاسو د ??وچ مسئله ده٬ كه تراوسه ته وې نو د خپل تصوير په چكر كښې به د مظلوم شناخت ??ه مېډيا و۔ عمران خان ستاسو په شان ډرامې نه كوي٬ د حكومت د ذمه وار مشر په توګه ادارې په خپله خپل كار كولو ته پرېږدي۔ ده ووئيل چې كه تاسو په خپله په دې خبره پوهه ئې نو بيا په خپله داسې حركتونه ولې كوئ۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ كله هم حكومت ته راغلې نو لوټ مار ئې كړې او چې كله د حساب وخت راغلې نو كله ئې معافي غوښتې او جدې ته تللي او چې كله د انقلاب د مشرې وخت راغلو د ف??اډ مېډيكل رپورټ د لارې د هېواد نه فرار شول