اسلام آباد ۔ 13 ستمبر (اے پ?? پی) هندي ناظم الامور ګورو اهلو وآله خارجه دفتر ته رابللے كېدو سره د ده په وړاندې د 11 او 12ستمبر منځنۍ شپه كښې د قابض هندي پو?? لخوا د لائن آف كنټرول په تته پانی او رکھ چکری سېکټرز كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزيو سخت احتجاج ريكارډ كړے شو۔ د هندي پو?? د ناترسه ډزو په نتيجه كښې 10 كلنه نجلۍ شهيده او څلور بې ګناه وګړي ژوبل شوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري له مخې د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته راوبللے شو او ده ته احتجاجي مراسله وركړې شوه۔ ده ته ??وئ??لې شؤ چې قابض هندي پو?? د اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ پرله پسې خلاف ورزۍ كولو سره د آرټلری، درنې او خود كاره وسلې د لارې د عامو وګړو ودانۍ په نښه كوي۔ ده ته دا هم ??وئ??لې شؤ چې د عامو وګړو ودانۍ په نښه كول د افسوس وړ ٬ د انساني عظمت او وقار ٬ بشري حقونو او د نړيوالو بشري قانونونو په ضد دي۔ د هند لخوا د جنګ بندۍ دې خلاف ورزيو د لاسه سيمه ايز امن او سلامتيا سنګينو خطرو سره مخ ده چې نتيجه ئې د سټرټېجك غلطۍ په صورت كښې رامخې ته كېدې شي۔ هند د روان كال په مهال 2225 ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كړې دي كومو كښې چې 18 بېګناہ وګړي شهيد او 176 ژوبل شوي دي۔ هندي ناظم الامور ته ??وئ??لې شؤ چې په اېل او سی تاؤ تريخوالي كښې زياتوالي سره هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو او ظلمونو نه د نړۍ پام بل پلو ګرځولے نه شي۔ په هند زور راوړلے شو چې ھغه دې د 2003 د ډز بندۍ لوظنامې احترام وكړي او د ډز بندۍ د خلاف ورزيو بايد پلټنې وكړي۔ هندي پو?? ته دې په صحيح معنو كښې د ډز بندۍ د احترام امر وكړي۔ دغسې هند دې په او اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ ددې د روح له مخې امن په ځائې وساتي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې دې د ملګرو ملتونو پو??ي مبصرينو (یو اېن اېم او جی آئ?? پی) ته د خپل كردار ترسره كولو اجازه وركړي