اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د كشميري اولس بشپړه ملاتړ له د خپل لوظ پخلي كولو سره وئيلي د مقبوضه كشمير اولس به ځانله نه پرېږدو۔ د دوئي اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ به روان ساتؤ۔ د پاكستان كاميابې سفارتكارۍ په نتيجه كښې د ملګرو ملتنو عمومي سېكتر ٬ د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو ٬ چين تركيه او د سعودي عربستان په شمول نورو ملګرو هېوادونو د كشمير په مسئله د پاكستان د دريځ ملاتړ كړے دے۔ وسله والو ځواكونو او پاكستاني اولس د ترهګرۍ په م??ان?? مقابله كړې په دې زه دوئي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ??فغ??نستان كښې امن لپاره امن لوظنامه يو مهم قدم دے۔ پاكستان ??فغ??نستان كښې امن غواړي۔ د كرونا وائرېس باوجود د پاكستان معاشي اشاريې په سم لوري روانې دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د 74 مې جشن آزادۍ مركزي دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اولس ته د 74 مې آزادۍ ورځې مباركي وركوم۔ ده ووئيل پاكستان د اوږدو هڅو نه وروستو ترلاسه شوے دے۔ دې نه وروستو د حضرت محمد خاتم النبیين ۖ د سنت ٬ د علامه اقبال او قائد اعظم د خوبونو لمخې ددې د جوړولو هلې ځلې پېل شوې كوم چې اوس هم روانې دي۔ ده ووئيل په پاكستان د هند بريد په ځواب كښې پاكستان د امن پېغام وركړو۔ پاكستاني حكومت٬ قوم او ميډيا هم د امن ځواب وركړو ولې هندي حكومت ٬ قوم او ميډيا جنګ ته هوا وركړه۔ ده ووئيل د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كورونا وځپله۔ ټوله نړۍ كښې لاك ډاؤن ولګولے شو ولې د وزيراعظم د قوم فكر ك??لو سره ووئيل مونږ دومره سخت لاك ډاؤن لګولے نه شؤ چې ورسره اولس لوږې او بې وزلۍ سره مخ شي۔ ده ووئيل وزيراعظم د هېواد او قوم په ګټه كښې سخته لاره خپله كړه په دې زه وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ صدر ووئيل وباﺀ لا ختمه نه ده۔ ?? محرم په مهال دې هم د كورونا وباﺀ نه د بچ كېدو تګلاره عملي كړې شي۔ صدر مملكت د كورونا وباﺀ په مهال د حق رسېدليو وګړو وارثانو سره غمرازي كولو سره په فرنټ لائن ډاكټرانو ٬ نرسانو او پېرامېډك سټاف ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د كورونا وباﺀ په مهال د حكومت هڅې د حاجت نه زياتې وې۔ د تعليم وزارت په دې مهال د تعليم رسنې په ځائې ساتلو له ګامونه پورته كړل۔ ده ووئيل د موډيز په شمول نورو ادارو د پاكستان د معيشت ستائنه كړې ده۔ د هېواد معيشت په سم لوري روان دے۔ ده ووئيل د اګست 5 مه نېټه كال 2020 ﺀ د استحصال ورځې په توګه ولمانځلې شوه۔ هند كښې اقليتونه په نښه كولې شي۔ تېر كال مو سلامتي كونسل كښې د كشمير مسئله پورته كړه او دا د پاكستان د خارجه پالېسۍ عكاسي كوي۔ ده ووئيل كشميري ورونړا خوېندې به ځانله نه پرېږدو۔ صدر مملكت ??فغ??نستان امن خوشبينه ګرځولو سره ووئيل پاكستان ??فغ??نستان كښی امن غواړي۔ ??فغ??نستان كښی امن د پاكستان په ګټه دے۔ دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجرانی، د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر، صدر ډاكټر عارف علوي ٬ دده كورودانې بېګم ثمينه علوي ٬ د درې واړو وسله والو ځواكونو مشرانو ٬ وفاقي وزيرانو او نور اعلی شخصياتو ګډون وكړو۔ دستوره كښی د حريت مشر لارښود سيد علي شاه ګېلاني ته د هېواد تر ټولو لوئے سول ايوارډ نشان پاكستان وركړے شو۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوي ده ته دا ايوارډ آزادۍ لپاره په ځانګړې هڅو كولو وركړو۔ د کل جماعتی حریت کانفرنس لارښودو سيد علي ګېلاني له دا ايوارډ ترلاسه كړو۔ دې نه وړاندې صدر مملكت ايوان صدر كښې قامي بېرغ هم هسك كړو