اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په غنمو ذخيرہ كولو كښې د ككړو عنا??رو په ضد د كرېك ډاٶن امر كولو سره وئيلي دي د غنمو او اوړو زيات ترلاسه كېدل دې باوري كړے شي او بيعه يوه كولو لپاره دې بېن الصوبائي مشاورت لا ښه كړے شي او جامع او منظم انتظامي اقدامات دې هم باوري كړے شي۔ وزيراعظم عمران خان د دې خيالاتو څرګندونه ګرد هېواد كښې اولس ته د غنمو او اوړو په مناسبه بيعه باوري كولو او د بيعې قابو ساتلو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو حماد اظهر٬ سيد فخر امام ٬ صلاحكارو ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، عبدالرزاق داؤد، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل او نورو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ دغسې صوبائي چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې په غونده كښې د چينو په مناسبه بيعه د ترلاسه كېدو صورتحال هم ??اج واخستلے شو۔ د پن??اب او خېبرپښتونخوا چيف سېكرټريز لخوا د غنمو او اوړو د بيعې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د پن??اب چيف سېكرټري ووئيل د پن??اب په ټولو ښارونو كښې شل كلو اوړه په 860 روپو وركړے كېږي، د غنمو په زياته كچه ترلاسه كېدل باوري كولو لپاره د پن??اب حكومت اتلس زره ټنه غنم هره ورځ ريلي?? كوي۔ د خېبرپښتونخوا ضرورتونه ترسره كولو لپاره نزدې شل فيصده اوړه خېبر پښتونخوا ته لېږلے كېږي۔ د پن??اب چيف سېكرټري صوبه كښې د چينو ترلاسه كېدو او د بيعې په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړٶ۔ د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري د غنمو د قاچاق مخ نيوي په اړه غٶنډه خبر كړه۔ وزيراعظم عمران خان ته خپله وېنا كښې امر وكړو چې ګرد هېواد كښې د غنمو په ذخيره كولو كښې د ككړو عنا??رو په ضد سمدستي كرېك ډاٶن وكړئ۔ وزيراعظم د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري او د بلوچستان چيف سېكرټري ته امر وكړو چې د غنمو د قاچاق مخ نيوي په بشپړه توګه باوري كړي۔ ده امر وكړو چې د غنمو او اوړو زيات ترلاسه كېدل باوري كړئ او بيعه يوه كولو لپاره بېن الصوبائي كوآرډينېشن لا ښه كړئ او جامع او منظم انتظامي اقدامات هم باوري كړئ۔ وزيراعظم د سندھ چيف سېكرټري ته هم امر وكړو چې د تېر كال تجربې له مخې په صوبه كښې د غنمو د ريلي?? كولو پاليسۍ ته زر ترسره حتمي شكل وركړئ۔ وزيرِاعظم امر وكړٶ چې سباٶن كښې د غنمو او اوړو ضروتونه ترسره كولو لپاره د غنمو د درآمد په پرېكړه د عملدرآمد په اړه منصوبه بندۍ ته حتمي شكل وركړئ۔ وزيراعظم صوبائي چيف سېكرټريز ته امر وكړٶ چې د ملاوټ په ضد د زيرو ټالرېنس پاليسي خپله كړئ او په دې لړ كښې هېڅ ډول رعايت ونه كړئ