اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د قومي ا??مب??ۍ سپيكر اسد قېصر په زرعي ټيوب وېلونو د سبسډې معامله د قومي ا??مب??ۍ لپاره د خزانې قائمه كمېټې ته سپارلو سره سپارښتنه كړې٬ كمېټي دې په ??سو ورځو كښې غونډهراوغواړي او دا مسئله دې حل كړي او كروندګرو له د برېښنا او پېټرول وركړے پشمول د هغوي ټول اړوند ضروريات په تندې سره ترسره كولو لپاره دې نظام تشكيل كړي. د جمعې په ??رځ د قومي ا??مب??ۍ غونډه كښې په ??يوب وېلونو د برېښنا سبسډې په اړه د طالب حسېن نكئي د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان ووئيل په ??يوب وېلونو 5.35 روپې يو ډول سبسډي وركړے كېږي، په دې كښې فيول پرائس اېډجسټمنټ شامل نه دے، د ټيوب وېلونو په برېښنا بلونو كښې په دې وجه كمے زياتے كېږي.ده ووئيل كه كومه بله ګيله وي او د هېواد په ??وم هم ځائې كښې بې قاعدګي شوې وي، نو مونږ به كارروائي وكړو. ده ووئيل وزيراعظم يوه غونډه رابللې وه، هلته سيد فخر امام او د اسد عمر پشمول زه هم موجود ووم، په غونډه كښې پرېكړه شوې وه چې دا سبسډي د خزانې ډويژن لخوا وركړے كېږي، د 5.35 روپې سبسډي وركولو لپاره به 29 اربه پكار وي. دا په ??ومه طريقه كول دي، د وزيراعظم لخوا د وزيرانو پشمول كمېټي به په راتلونكو څو ورځو كښې په دې لړ كښې پرېكړه وكړي. سپيكر د وفاقي وزير عمر ايوب خان په تجويز د پام راګرځونې نوټس د خزانې قائمه كمېټې ته لېږلو سره سپارښتنه وكړه چې په دې معامله په ??سو ورځو كښې غونډه راوغواړئ او دا معامله په سمدستي توګه حل كړئ