اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټړ شبلي فراز وئيلي دي د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره په اېس او پيز او ګائيډ لائنز عمل كولو سره د كورونا وبا له ماتې وركړې ك??دې شي، د سمارټ لاك ډاٶن مقصد د كورونا وائرس مخ نيوے او ?? اولس حفاظت باوري كول دي، وزيراعظم تل زمكيز حقائق د قوم په وړاندې ايښودي، سره د چېنلجونو مو اولس دوست بجټ وړاندے كړے. ده دا خبرې د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د سمارټ لاك ډاٶن سيمو د دورې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې. وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د كورونا وائرس زياتې خپرېدونكې سيمې هاپ سپاټ ګرځولے كېدو سره په دې سيمو كښې سمارټ لاك ډاٶن نافذ كړے شوے. د دې مقصد د كورونا وائرس مخ نيوے او ?? اولس تحفظ باوري كول دي. ده ووئيل ضلعي انتظاميې په عزت سره په سيمه كښې سمارټ لاك ډاٶن كړے او په اېس او پيز عمل كېږي. ده ووئيل د جي نائن سيمې د بېرته ټېسټنګ نه ثابته شوې چې د وبا خپرېدنه كمه شوې. اولس ته خواست دے چې په احتياطي تدابيرو عمل وكړي۔ده ووئېل دې وبا ته د احتياط د لارې ماتې ورړې ك??دې شي. ده ووئيل د ماسك په استعمال او په سماجي فاصله دې هم 100 فيصده عمل وكړے شي. ده هيله څرګنده كړه چې د هاټ سپاټ سيمې به زر معمول ته راشي.