پيښور 08 اپریل (اے پی پی) د جماعت اسلامی پاکستان امير سناتور سراج الحق وئيلي دي د کرونا وبا له امله د ټو??ې نړۍ د ژوند نظام مفلوج شوې ٬ كه مالدار دې او كه غريب ټو?? يو ډول دې وباﺀ سره مخ دي۔ ډاکران ،طبی عمله ،الخدمت او د نورو فلاحی ادارو رضاکار،پاك پوځ د پولیس پشمول قانون نافذونكې نور ځواكونه او ميډيا سره تړون لرونكې خبريالان د کرونا وباء په ضد په فرنټ لائ?? دي كوم چې په حقیقت كښې قامي اتلا?? دي۔ احتیاطی تدابیر او د صفائی خيال ساتلو سره په دې وباﺀ قابو موندلې كيدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د?? د ??رونا وائرس له امل?? د ??پلې شوو رنځورانو درملنې لپاره پيښور كښې جوړ پولیس سروسز روغتون دورې په مهال وكړه ۔ په دې موقع د الخدمت فاوَنډیشن خیبرپښتونخوا صدر خالد وقاص، د جماعت اسلا??ی صوبائی جنرل سیکټري عبدالواسیع او ضلعی امیر عتیق الرحمن هم ده سره ملګري وؤ۔ په دې مهال د پيښور پولیس سروسز روغتون اېم اېس ډاکټر فخر الدین او فوکل پرسن ډاکټر نصیر صافی سناتور سراج الحق ل?? د ??رونا وباء له امله رامخې ته شوي صورتحال په اړه بریفنګ وركړو