اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډا??ټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان مصر سره خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دف??ع په څانګه كښې قوې اړيكې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مصر کمانډر ان چيف او د دف??ع وزير جنرال محمد احمد ذکي سره وكړه چا چې د زيارت په ور?? دوي سره په ايوان صدر كښې ليدلي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان مصر سره د ورورولۍ اړيكو ته زيات اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دف??ع په څانګه كښې قوې اړيكې موجود دي۔ ده ووئيل د دف??عي پېداوار په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه موقعې شته٬ پاکستان د ترهګرۍ په ضد كامياب جنګ كړې دې۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي