اسلام آ??اد 31 جنوري (اے پي پي) وز??را??ظم عمران خان وئيلي دي مستحقو او بې وسه مېرمنو لپاره د 200 اربه روپو په لګښت د پاكستان د تاريخ لوے فلاحي پروګرام پېل كړې شوې٬ په ماضي كښې د مستحقو كسانو فنډز به غلا كېدو ٬ د ھغې لاره مو هم بنده كړې ، د بې وسه كورنيو ماشومانو لپاره به سكالرشپ پروګرام هم زر پېل كوٶ۔ وز??را??ظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د احساس کفالت پروګرام د باقاعده اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د احساس ??روګرام چيئرپرسن ډاکټر ثانيه نشتر، اطلاعات او خپرونو لپاره د وز??را??ظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان٬ اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټئ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد او نور چارواكي موجود وو۔ وز??را??ظم عمران خان په دې موقع د احساس کفالت کارډز بېلا بېلو مستحقو مېرمنو له وركړل۔ وز??را??ظم عمران خان ډاکټر ثانيه نشتر ته مباركي وركولو سره ووئيل احساس ??روګرام د فشار باوجود په ديانتدارۍ سره مستحقو مېرمنو لپاره يو مضبوط نظام جوړ كړې شوې٬ د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د 200 اربه روپو احساس ??روګرام پېل كړې شوې۔ ده ووئيل د مستحقو كسانو ډېټا څخه 8 لكه داسې كسان وېستلې شوي كوم چې هډو مستحق نه وو٬ حکومت غواړي چې 200 اربه روپۍ نېغ په نېغه مستحقينو ته ورسيږي ۔ ده ووئيل د دړد مندو په مر??ته كښې د لوي څښتن بركت ملګرې وي او كاميابۍ مقدر ګرځي۔ ده ووئيل د مستحقو كسانو پېسه به غلا كېده د دې لاره نيولو لپاره په احساس ??روګرام كښې يو موثره نظام جوړ كړې شوې او د مستحقينو څخه د غلا خطر اوس پاتې نه دے ۔ ده ووئيل كفالت كارډ لرونكو ته به سباٶن كښې په دغه كارډ د يوټېلټي سټورز څخه راشن او نورې آسانۍ هم وركولې شي