??سل??م آباد 13 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ??رد??س عاشق اعوان وئيلي دي د سعيد غني په بې علمۍ افسوس لرم٬ د قام مالونه لوټ كوٶنكو او په ناسمه شمېرو معيشت چلوٶنكو ته دا هم نه د معلومه چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ټېكسونو وصولي زياته شوې ٬ سږ كال په مالي شپږو مياشتو كښې 2085 اربه روپۍ ټېكس د تېر كال په مقابل كښې 16.4 فيصده زيات راجمع شوے۔ د ګل په ورځ ډاکټر ??رد??س عاشق اعوان خپل ټويټ كښې ووئيل د تېر كال په مقابل كښې درآمدات 21 فيصده كم شوي او په كورنيو ټېكسونو يعنې انكم ټېكس ٬ سېلز ټېكس او اېکسائز ډيوټۍ كښې په دغه ترتيب 21.2 فيصده ٬ 34 فيصده او 25.6 فيصده اضافه شوې۔ دې ووئيل د سمارټ فونز د لارې كلنې ګوشوارې جمع كولو لپاره ټېكس آسان ا??پ معرفي كړې شوې ٬ عمران خان ھغه وړومبنې وزيراعظم دے چا چې په هېواد كښې د ټېكس وصولو ته د ي?? تحرېك شكل وركړې او د ټېكس په نظام كښې ئې په اصلاحاتو كار پېل كړې۔ ډاکټر ??رد??س عاشق اعوان ووئيل د اېف بي آر په پورټل د اولس د سفر٬ د زمكو د لېن دېن ٬ ودهوډنګ او د ګاډو پحقله تفصيلات موجود دي٬ سږ كال د 105 اربه روپو ري فنډ ټېكس وركړې شوې او دغسې تېر كال 36 اربه روپې بېرته وركړې شوي۔