اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د قانون وزارت د نيب بدل??ن آرډيننس ګزټ اعلاميه ج??ري كړې۔ د اعلاميې له مخې دې ته د قامي احتساب دوېم بدلون ارډيننس 2019 نوم وركړې شوې ۔ وفاقي كابينې د نېب آرډيننس 2019 د سركولېشن د لارې منظوري وركړې وه او د دې نه پس اولس مشر ډاكټر عارف علوي هم په آرډيننس لاسليك كړې٬ د قانون وزارت اوس د نېب بدل??ن آړډيننس ګرټ اعلاميه ج??ري كړې ده او د نېب بدل??ن آرډيننس اوس باضابطه توګه نافذ العمل دے ۔ د بدل??ن آرډيننس نفاذ نه پس به په محكمانه نقائصو د سرك??ري ملازمانو په ضد نېب كاروائي نه كوي او بدل??ن آرډيننس څخه به ټېكس او د سټاك اېكسچېنج معاملو پحقله د نېب دائره اختيار ختم شي۔ د اعلاميې له مخئ به حكومتي منصوبو او سكيمونو كښې په بې ضابطګو پبلك آفس هولډر په ضد هم كاروائي نه شي كولې خو كه يو پبلك آفس هولډر د بې ضابطګۍ په نتيجه كښې مالي ګټه پورته كړې وي نو نېب كاروائي كولې شي۔ د وفاق او صوبائي ټېكس او لېويز زېر التواء مقدمې به هم محكمو يا اړوندو عدالتونو ته منتقل شي۔ په آرډيننس كښې وئيلي شوې چې د سرك??ري ملازم جائيداد به د عدالتي حكم نامې نه غېر منجمد كېدې نشي او كه په درېو مياشتو كښې د نېب ??حق??قات بشپړ نه شول نو نيولې شوې سرك??ري ملازم به د ضمانت حقدار وي خو ولې د سرك??ري ملازم په آثاثو كښې د بې ځايه اضافې او د اختياراتو د ناجائزه استعمال په ضد به كاروائي كولې شي۔ د دې نه علاوه به نېب د 50 كروړه څخه په زيات كرپشن او سكېنډل كاروائي كولې شي