اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) داخله وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمن احتجاجي مار?? د ??خالفې ډلې احتجاجي مارچ جوړولو كښې پاتې راغل??٬ځ??نې عناصر مولانا فضل الرحمن استعمالولو سره ح??وم?? په نښه كول غوښتل، مونږ جمهوري خلق يو په دې سوب وزيراعظم پرېكړه كړې چې د مخالفې ډلې د احتجاجي مارچ لاره به نه نيسو٬ په هر قيمت به د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو سلاحكار ډاكټر فردوس عاشق اعوان سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې داخله وزير اعجاز شاه ووئيل په اسلام آباد كښې احتجاجي مظاهرې كېږي ٬ په كال 2016 كښې د پي ټي آئي احتجاجي مارچ لپاره د خېبر پښتونخوا څخه د راتلونكو مظاهرچيانو اسلام آباد ته د راتګ نيولې وه خو اوسني ح??وم?? احتجاجي مارچ كښې ګډون كوٶنكو له د آسانيو وركولو پرېكړه كړې ده٬ د احتجاجي مارچ په اړه ?? ډلو بيانونو له امله د ح??وم?? او مخالفې ډلې ترمېنځه سياسي تاٶ تريښوالې زيات شوې و۔ ده ووئيل وزيراعظم پرېكړه كړې چې د احتجاجي مارچ لاره به نه نيسو٬ مونږ جمهوري خلق يو او په مذاكراتو باور لرو٬ د مخالفې ډلې سره خبرو اترو لپاره د ح??وم?? مذاكراتي ډله جوړه ??وې ده او مونږ د بېلا بېلو تګلارو څخه تر لاسه شوې امنيت په اړه ?? اطلاعات په سوب احتجاج كوٶنكي هم د خطرو څخه خبر كړې شوې دي٬ د احتجاجي مظاهرچيانو او اسلام آباد انتظاميې ترمېنځه په ضابطه اخلاق هم لاسليك شوې دې٬ په ضابطه اخلاق كښې 37 نكات دي چې مخالفې ډلې په اتفاق كړې دې٬ ح??وم?? د لوظ له مخې د مظاهرچيانو لاره چرته هم نه ده نيولې٬ د پنجاب او سندھ نه راروانه قافله به روات٬ فېض آباد او د نائنيتھ ايونيو د لارې اسلام آباد ته داخلېږي۔ د مولانا فضل الرحمن ګران كنټېنر لپاره جلا روټ وركړې شوې دغسې ھغوي كومې پرېشانۍ سره مخ نه شي٬ د كوهاټ او سوئيلي ضلعو قافلې به د خوشحال ګړھ پل به د په جي ټي روډ اسلام آباد ته راځي او د خېبر پښتونخوا نه راتلونكې قافلے به په رشكئۍ انټرچينج اسلام آباد ته راځي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې درې اے پي سي شوي خو مولانا فضل الرحم?? د ??خالفې ډلې ګوندونه هم د خپلو غوښتنو نه نه دي خبر كړې۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل ح??وم?? مخالفې ډلې سره مذاكراتو لپاره د دفاع وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې مذاكراتي كمېټي جوړه كړې دې ٬ كمېټۍ د مخالفې ډلې رهبر كمېټۍ سره مذاكراتو لپاره يو مناسب اتفاق رائے پېدا كړې ده٬ ډي چوك كښې د جلسو په اړه ??دالتي پرېكړه ??ر نظر ساتلې شوې٬ دوي ته د پرېډ ګراٶنډ آپشن وركړې شوې ؤ خو هغوي جلسې لپاره په پشاور موړ اتفاق وكړو٬ حکومت د خېر سګالۍ په توګه دې تجويز سره اتفاق كړې۔ ده ووئيل د جمعيت علماء اسلام (ف) ځائي مشرانو او انتظاميې په ګده د جلسې انتظامات كړې دي٬ د جلسے په ځائ كښې ټول ضروري آسانۍ وركړې شوې دي۔ داخله وزير د دې توقع څرګندونه وكړه هيله لرو چې دوي به د خپلې لوظنامې پالنه وكړي او د ضابطه اخلاق به پابندي وكړي٬ د جلسے ګډون كوٶنكي به نه تنګوٶ د هغوي جلسې او د مولانا فضل الرحمن امنيت لپاره هر ډول ممكنه اقدامات شوې دي٬ د جلسه ګاه دننه امنيت د دوي خپله ذمه واري ده۔ داخله وزير ووئيل امنيت لپاره په وړومبۍ برخه كښې پوليس٬ دوېمه كښې رېنجرز او په درېمه برخه كښې به پوځ وي٬ هڅه دې چې يوه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي او مونږ له د پوليس كارولو حاجت هم رامخې ته نه شي۔ د دې نه وړاندې د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ح??وم?? د جمهوري رواياتو له مخې د سياسي احتجاج اجازه وركړې ٬ په سياسي مېدان كښې مقابله كول زمونږ لپاره ګرانه نه ده ٬ احتجاج كوٶنكو له به دا خيال ساتل وي چې د دوي كوم حركت سره د پاكستان تشخص ته زيان ونه رسي ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل اسلام آباد كښې د بېلا بېلو سفارتونو د 7 زره كسانو د امنيت ح??وم?? ذمه وار دې ٬ په تېر وخت كښې په مېريټ د بريد نه پس ملګرو ملتونو پاكستان نان فېملي سټېشن ګرځولې ٶ خو بيا ملګرو ملتونو دا درجه بحال كړه۔ دې ووئيل د ح??وم?? د هلو ځلو په سوب هېواد كښې امن او امان بحال شوې دې۔ دې ووئيل د مولانا فضل الرحمن سياسي بيانيه وزن نه لري٬ د سوله ايز مارچ حق ح??وم?? تسليم كړې دې خو مونږ دا اميد لرو چې احتجاج كوٶنكي به د خپل لوظ پالنه وكړي