اسلام آباد ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي د جمهوري حكومت بلېك مېل كولو كومه هم هڅه به اونه زغملې شي۔ هېواد كښې د بې پرې ا??تساب په لاره كښې خنډان رامخې ته كوؤنكي وګړي به مايوسۍ سره مخ شي۔ د شورؤ په ورځ يو نجي نيوز چېنل سره خبرو كښې ده په مخالفه ډله ټكونه و??ړل او د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر ته ئې خبردارې وركولو كښې ووئيل د هغه د بلېك مېل كولو پالېسۍ نتيجې به ډېرې خطرناكې وي۔ ده و??ئيل وزیراعظم د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړه او د مسلمانانو په ضد ئې هندي ظلم او زياتې په ډاګه كړو۔ ده و??ئيل د پاكستان مسلم ليګ ن او پاكستان پيپلز ګوند س??است كومه نظريه نه لري۔ دوي د څو لسيزو څخه حكومت كړې او اولس له ئې هېڅ نه دي كړې بلكې په اولس ئې د قرض بوج اچول??۔ ده و??ئيل د عمران خان په مخلص قيادت كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ټولو كرپټ عناصرو بې پرې ا??تساب كولو له لوظي دے۔ ده و??ئيل د جے یو آئی (ف) مشر مولانا فضل الرحمان تش د نامې مارچ د كشميريانو آزادۍ له نه بلكې د قامي خزانې لوټ كوؤنكو ملاتړ له دے۔ ده و??ئيل د عمران خان اولنۍ ترجيح هېواد كښی بدعنواني ختمول او سپېځلي جمهوريت ته وده وركول دي۔ علی محمد خبردارې وركړو چې حكومت به چا سره هم سمجهوته نه كوي څوك هم چې د رياست عملداري چېلنج كوي يا قانون پخپلو لاسو كښې ا??لي نو رعايت به ورسره نه كېږي۔