اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وزارت د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د کابینه ډویژن لپاره په مجموعی توګه تر اوسه 7 اربه 99 کر??ړه 72 لکھ 95 زره روپۍ جاری کړې شوې، حکومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو لپاره د روان مالي كال لپاره 39 اربه 98 کر??ړه 64 لکھ روپۍ بيلې كړې دې۔ د پلاننګ کمېشن د اړخه جاری شوې شميرې له مخې حکومت پينډۍ كښې په 200 كټونو مشتمل ګائناکالوجی سنټر جوړولو لپاره 22 کر??ړه 71 لکھ، کراچۍ كښې ګرین لائن بس ریپډ ټرانزټ سسټم لپاره يو ارب 83 کر??ړه ، کراچۍ كښې فلائی اوورز جوړولو لپاره 89 کر??ړه 32 لکھ، کراچۍ پیکج ترمخه منګھو پیر سړك جوړولو لپاره يو ارب 11 کر??ړه 88 لکھ، کراچۍ پیکج ترمخه اېم سی فائر فائټنګ اپ ګریډیشن او بحالۍ لپاره 85کر??ړه 50 لکھ، كوټلي پرمختيائي اهدافو سر كولو لپاره 2 اربه روپو څخه زياتې جاری کړې دې۔