پېنډې 14 ست??بر (اے پي پي) په لوېديځه پوله د ترهګرو د ډزو په دو?? پېښو كښې 4 پوځي ځوانان شهيدان او يو ژوبل شوے۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې په شمالي وزيرستان كښې د اب خېل په سپين وام سيمه كښې شرخوښو د شپې په وخت د امنيتي ځواكونو د معمول په ګزمه ډ??ې وكړې او په نتيجه كښې ئې سپاهي د ګلګت بلتستان اوسېدونكې 23 كلن اختر حسېن شهيد شو۔ د پاك پوځ په ځوابي كارروائې كښې دو?? شرخوښي وژل شوي دي۔ په دير كښې په پاك افغان پوله د ترهګرو د ډزو په يوه بله پېښه كښې ترهګرو د پولې له بلې خوا ډ??ې وكړې او په تار لګولو كښې بوخت د پاك پوځ ډلې ئې په نښه كړې۔ په ډزو كښې درې سپاهيان شهيدان او يو ژوبل شوے۔ په شهيد شويو كښې 28 كلن لانس ن??ئي?? سيد امين آفريدي٬ 31 كلن لانس ن??ئي?? محمد شعېب سواتي او 22 كلن سپاهي كاشف علي شامل دي۔