اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د من??وبه بندۍ ا?? پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي حكومت د سائنس او ټېكنالوجۍ څا??ګې بهترۍ لپاره هڅې كوي او د څا??ګې پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات روان دي دغسې چې پاكستان د آئي ټي په مېدان كښې خپل ځائ جوړ كړي۔ وفاقي وزير دا خبرې د سنټرل ډويلپمنټ ورکنګ پارټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د سي ډي ډبليو پي غونډه كښې د سائنس اېنډ ټيکنالوجۍ پحقله د پاکستان اټامك انرجۍ لخوا پاکستان ريسرچ ريکټر3 لپاره د 4671.050 مېليونه روپو من??وبه وړاندې كړې شوه كومه چې حتمي من??ورۍ لپاره اېكنك ته ولېږلې شوه۔ د سائنس اېنډ ټيکنالوجي وزارت لخوا دوېمه من??وبه د كركيلې او هېلت سائنسز په څا??ګه كښې مصنوعي ذهانت كارولو لپاره د پوسټ ګرېجوېټ مركزونو لپاره د 527.676 مېليونه من??وبه وړاندې كړه كومه چې غونډې من??ور كړه