اسلام آباد 12 جون (اے پي پي﴾ د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر وئيلي دي چې غريب دوست بجټ د خلقو زړونه ګټلي دي٬ د بجټ بنياد د حكومت په دانشمندو اقتصادي پالېسو كېښودل شوے۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښ?? ده ووئيل چې د راتلونكي مالي كال 20-2019 بجټ اولس دوست دے۔ ده ووئيل چې حكومت په خام مال او نورو مصنوعاتو ډيوټي كمه كړې كوم چې يو مثبت عمل دے۔ ده ووئيل چې په بېلا بېلو څانګو د سېلز ټېكس يو ډ??ل شرح نافذ كړې شوې۔ ده ووئيل چې مونږ هڅ?? كړې چې په امير طبقه ټېكس ولګ??ل شي او بل خوا د كم امدن خلقو لپاره تنخا زياته كړې شوې۔ ده ووئيل چې حكومت د فاټا پ??مخ??ګ لپاره هم 152 اربه روپې فنډ بېل كړے۔ ده ووئيل چې مونږ هغو څانګو ته پام كړے كومې چې په تېر وخت كښې نظرانداز كړے شوے۔ ده ووئيل چې حكومت كراچې لپاره 9 پ??مخ??يائي پېكجونه او د 43 اربه روپو فنډ بېل كړے۔