اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيال?? ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې اپوزېشن د خپل ځان لپ??ره د وئېلو حق غواړي خو حكومتي غړو ته دې حق وركولو له چمتو نه دي٬د جمهوريت ادعا كونكي يوازې اورول غواړي٬د اورېد??و په هغوي كښې حوصله نشته٬كه غونډه نه كېږي نو اپوزېشن شور كوي چې غونډه نه رابللې كېږي كله چې غونډه راوبللې شي نو بيا هغوي سره د جنګ جګړی نه علاوه بله كومه ايجنډا نه وي۔د جمعې پھ ??رځ په خپل بيان كښې دې وو??يل د قامي ادارو په ضد په جرمونو كښې ككړ ملزمانو ترجماني په ځاې دې اپوزېشن په ايوان كښې د خپل حقيقي پارليماني كردار ادا كړي۔دې وو??يل پارليمان يو معزز ايوان دې او د اولس د ټېكس پھ ??يسو كېدونكې پارليماني غونډې دې د جنګ جګړو نظر نه شي۔دې وو??يل اپوزېشن دې احتجاج پرېښودلو سره دا ولسي مسئلو حل لپ??ره كردار ترسره كړي۔دې وو??يل د كومې معاملې پريكړه چی عدليې له كول دي په هغه عدليه مونږ د بريد تصور څنګه كولې شو۔دې وو??يل په نوې پاكستان به د ټولو سره احتساب كېږي۔وزيراعظم عمران خان د عدليې آزادۍ لپ??ره هلې ځلې كړي دي۔دې وو??يل د عدليې په آزادۍ٬د قانون په سرلوړۍ او د ادارو په احترام بشپړه باور لرو