اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان لخوا په وفاقي كابينه كښې د بدل??ن نه پس كابينه ډويژن د 47 وزيرانو پشمول د وفاقي كابينې نوې فهرست جاري كړې دې۔ د جمعې په ورځ د كابينه ډويژن لخوا د جاري شوي نوي فهرست له مخئ 25 وفاق?? وزيران ٬ 5 دوهم وزيران ٬ 4 د وزيراعظم مرستيالان او 14 خاص مرستيالان د وفاقي كابنيې برخه دي۔ په وفاقي كابينه كښې نوې شاملېدونكو د كابينې په غړو كښې د وزیراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان ، نېشنل هېلته سروسز ٬ رېګولېشنز اېنډ ??وارډينېشن لپاره خاص مرستيال ډاکټر ظفراللہ مرزا، پټروليم ډويژن لپاره خاص مرستيال ندیم بابر شامل دي او په بدلېدونكو وزيرانو كښې چوهدري فواد حسېن ،غلام سرورخان او شهریار آپری??ې شامل دي او د خزانې وفاق?? وزير اسد عمر تېره ورځ خپله د وفاقي كابينې نه د جلا كېدو اعلان كړے ٶ