اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف عل??ي وئيلي دي د 90 فيصده رنځونو سوب د غاښونو ناپاكوالې دے ٬ حضرت محمدۖ به هم د مسواك كولو تاكيد كولو او په دې لړ كښې يو شمير احاديث هم موجود دي ٬ په سنت عمل او د پاكۍ اهتمام سره به غاښونه ښه وي او بايد هره ورځ دوه ځله برش وكړې شي ۔ د شورو په ورځ د خلې او غاښونو نړيوالې ورځ په موقع خپل وېډيو پ??غا?? كښې اولس مشر وو??يل د غاښونو رنځ پحقله زه باور لرم چې 90 فيصده رنځونه د غاښونو صفائۍ نه كولو له امله رامخې ته كېږي٬ دوه رنځونه ډېر زيات دي يو د اوورؤ نه وينه تلل او د غاښونو خوځېدل او بل رنځ په غاښونو كښې چينجي كېدل٬ ده ووئېل كه برش او د غاښونو صفائي وكړې شي نو د دې دواړو رنځونو لاره نيولې كېدې شي۔ اولس مشر وو??يل حضرتۖ چې به چا س??ه ملاقات له تللو نو اودس به ئې كولو او سهار پاڅېدو سره به ئې مسواك كولو او هم دا د غاښونو د خيال ساتلو بهترين مثال دے۔ اولس مشر وو??يل شلم مارچ د خلې او غاښونو د صحت ورځ ده۔ ده وو??يل په سنت عمل كولو سره د غاښونو د رنځونو څخه بچ كېدې شوو او ورسره به غاښونه هم صحت مند وي