اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د کابینې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) د پومبې فصل پحقله د تحقيق او پرمختګ په اړه تفصيلي پلان غوښتلو سره ټېكسټائل ملز څخه د كاټن سېس وصولۍ لپاره د اقداماتو امر كړې دې ٬ اي سي سي د پي آئي اے سي اېل ګراٶنډ كړو الوتكو فعاليت لپاره د انجڼو مرمت او ضروري پرزو اخستو لپاره د 5.6 اربه روپو د اضافي ګارنټيز منظوري وركړه ٬ هېواد كښې د اېل اېن جي د مېنځنۍ او اوږدې مودې ضرورتونو په اړه د جاج راپور وړاندې كولو هم امر وكړې شو ۔ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔ په دې موقع د نېشنل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ سېكتر غونډې ته د كاټن څانګې چارو په اړه او د رامخې ته مسئلو په لړ ك??ې تفصيلي پرېزنټېشن وركړو۔ په غونډه كښې په خاص توګه رابللې شوې د پومبې پېداوار پوهانو هم د دې څانګې پرمختګ لپاره تجويزونه وړاندې كړل۔ ا?? سي سي پرېكړه وكړه چې نېشنل فوډ سېكورټي اېنډ رېسرچ وز??رت به په 30 ورځو كښې د بېلا بېلو فصلونو او په خاص توګه پومبې لپاره د تحقيق او پرمختګ پحقله د خدماتو په لړ ك??ې پلان وراندې كوي۔ د نېشنل فوډ سېكورټي رېسرچ وز??رت به د دې څانګې د پرمختګ ذمه وارو وفاقي ادارو بحالۍ په اړه خپل راپور وړاندې كوي ۔ ا?? سي سي امر وكړو چې د پومبې وده متاثره كوٶنكو چينجو مخنيوي لپاره دې د پي بي رو??س ټېكنالوجۍ كارولو لپاره هڅۍ ګړندۍ كړې شي ۔ په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وز??رت ته امر وكړې شو چې ټېكسټائل ملز څخه د كاټن سېس وصولۍ لپاره اقدامات وكړي دغسې چې پومبې ته د ودې وركولو په هلو ځلو كښې تندوالې راوستلې شي۔ ا?? سي سي د پي آئي اے سي اېل ګراٶنډ كړو الوتكو فعاليت لپاره د انجڼو مرمت او ضروري پرزو اخستو لپاره د 5.6 اربه روپو د اضافي ګارنټيز منظوري وركړه٬ دې اقدام سره به پي آئي اے سي اېل روټ مناسب كولو لپاره اقدامات وده ومومي او آمدن به زيات شي۔ په غونډه كښې د سمندري چارو وز??رت لخوا د ګوادر بندرځائ او د ګوادر فري زون لپاره د وركړې شوو بېلا بېلو رعايتونو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ ا?? سي سي د سرمايه كارۍ بورډ ٬ د منصوبه بندۍ وز??رت٬ د سمندري چارو وز??رت ٬ د قانون ډويژن او اېف بي آر ته امر وكړو جې په دې لړ ك??ې د وړاندېزونو جاج اخستو سره معامله بېرته كمېټۍ ته راولېږي۔ ا?? سي سي د پټروليم دويژن لخوا د وړاندې كړي پروپوزل جاج اخستو سره فرنټيئر آئېل كمپنۍ ته په مچېك ٬ تاروجبه ٬ آئل پائپ لائن پراجېكټ د كار كولو منظوري وركړه۔ د دې منصوبې مقصد د هائي سپيډ ډيزل او موټر سپرټ ترسيل آسانول دي۔ په غونډه كښې د سمندري چارو وز??رت لخوا هېواد كښې د نوي اېل اېن جي ټرمينلز ځايونو په اړه بريفنګ سره سره موجوده ټرمينلز نوې ځائ ته د منتقل كولو په حاجت تجزيه وړاندې كړه۔ كمېټۍ د جاج اخستو سره اړوندو وز??رتونو ته امر وكړو چې هېواد كښې د اېل اېن جي د مېنځنۍ او اوږدې مودې ضرورتونو جاج اخستو سره به راپور كمېټۍ ته وړاندې كولې شي