اسلام آب??د 30 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم مېډيا لپاره خاص استازي ا??تخ??ر دراني وئېلي دي حكومت به د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو لوظ تر سره كوي ٬تر 30 جون 2019 به د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړ كړې شي۔د جمعې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل نوې صوبې جوړولو سره به اقتصادي محرومۍ خت??ې شي او ګورننس سره اړوندې چارې به هم ترسره شي۔ده ووئيل د نوې صوبې جوړولو په اړه به حكومت ټول اپوزېشن ګوندونه هم آن بورډ اخلي او كه مخالفو ډلو د دې ګام مخالفت وكړو نو كوټلې دليلونه به رامخې ته كولې شي٬ د خ??ص مرستيال وېنا وه چې د سوئېلي پنجاب صوبې تشكيل به مركز څخه د فنډ يو ډول وېش له هم مرستياله وګرځي ۔ده ووئيل حكومت په ټولو قامي چارو په سم لوري ګامونه اخلي او هيله ده چې پاكستان تحريك انصاف حكومت به د څوكاله پاكستان خوب رښتيا كړي۔ا??تخ??ر دراني ووئيل وزيراعظم عمران خان چې د خپل حكومت 20 ورځو بشپړېدو څخه وروستو خ??ل ځان اولس ته څنګه وړاندې كړے د پخوا داسې نه دې شوي