اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف سناتور اعظم خان سواتي د خالي په ورځ يو په يو ملاقات وكړو۔ ?? پاكستان تحريك انصاف د مېډي?? مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د يو ساعته ملاقات په مهال سناتور اعظم سواتي وزيراعظم ته د سائنس او ټېكنالوجې وزارت په اړه بريفنګ وركړو او په وزارت كښې ئې په لوي?? پېمانه د بدعنوانې او د قانون د خلاف ورزو نه خبر كړو۔ ??ه وزيراعظم د سلګونو په شمېر د سياسي بهرتې نه هم خبر كړو۔ ?? ملاقات په مهال سناتور اعظم سواتي وزيراعظم ته د څو لويو شخصياتو د كرپشن ثبوتونه ه?? وركړل۔ ده وزيراعظم ته د آر ټي اېس په اړه تفصيلي راپور هم وړاندې كړو۔ وزيراعظم هغه ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ??ه د راپور خپرونې څخه د اعظم سواتي ته د فرانزك پوهانو نه د رائې اخستلو مشوره وركړه۔ په دې موقع اعظم سواتي د نادرا چيئرمېن عثمان مبين٬ ذوالفقار او د احمرين د معطلې وړاندېز هم وزيراعظم ته وكړو او وې وئيل چې د دې كسانو په موجودګۍ كښې سپېځلي تحقيقات ممكن نه دي۔