بیجنګ 16 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني 9 كسيزه پارلماني پلاوي سره په پنځه ورځنۍ دوره چين ته رسېدلے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له م??ې د دورې مقصد چين سره پارلماني مرسته لا مستحكم كولو او ګڼ اړخيزه روابطو ته پراختيا وركولو سره سره سرمايه كارۍ او تجارتي مراسمو لپاره نوې لارې ??وا??ول دي٬ د دورې بلنه د چين لخوا وركړې شوې وه۔ بيان له م??ې محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې پاكستان چين س??ه د ملګرتيا تاريخي او زوال نه لرونكې خپلولۍ ته په درنه سترګه ګوري٬ دورې سره به شريكه مرسته لا مستحكم شي۔ پلاوې به د دورې په مهال د چين خارجه وزير٬ د اېن پي سي چيئرمېن ٬ د سی پی پی سی او د بېلا بېلو كمپنو مشرانو سره ملاقاتونه كوي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه سرمايه كارۍ او تجارتي روابطو ته د لا ودې وركولو لپاره نوې موقعې ولټولې شي۔ د سېنېټ چیئرمېن په حېث د صادق سنجراني دا وړمبۍ دو??ه ده۔ په پلاوي كښې سناتوران نزهت صادق، ستارہ ایاز، محمد اکرم، دلاور خان، کودہ بابر، اعظم خ??ن سواتي، بیېرسټرمحمد علی خ??ن سېف، مرزا محمد آپریدۍ او د سېنېټ سېکتر امجد پروېز شامل دے