اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف مشر عمران خان د ټاكنو كمپائن د خپلې سيمې میانوالي څخ?? د پېل كولو نه پس اسلام آباد٬ لاهور، بنو او کراچۍ ل??اره د خپلو دورو شېډول جاري كړېدې٬ (سبا) د شورو په ورځ به عمران خان په اسلام آباد كښې د يو لوي كنونشن ته وېنا كوي۔ د تحریك انصاف ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې عمران خان به پ?? 28م او 29م جون لاهور كښې اولسي غونډې ته وېنا كوي او دغسې د جولائي په وړومبۍ نيټه به بنو او رزمك كښې اولس سره تېروي۔ عمران خان به 2 جولائي څخ?? كراچۍ ته په دوه ورځنۍ دوره ځي او په ټولو ضلعو كښې به ځائي مشرانو ته د بشپړه چمتوالينيولو امر كوي