اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د اردن شاه عبدالله دوئم ابن الحسين د زيارت په ورځ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره وزيراعظم هاؤس كښې ليدلې دي۔شاه عبدالله او وزيراعظم خپلو كښې د پلاويو په كچه خبرې اترې هم كړي ۔شاه عبدالله او د وزيراعظم ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او د بېلو څانګو شريكې مرستې زياتولو لپاره د نوو لارو په لټولو د خيالاتو څرګندونه كړې۔دواړه لارښود دې خبرې ته سلا شوي چې شريك تجارت او د سرمايه كارۍ په اړه اړيكو ته به پراختيا وركولې شي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه اوسنې تجارت دا مهال 7 كروړه 50 لكه ډالره دے٬دواړو لارښودو ?? پاكستان او اردن ترمينځه سياسي اړيكې وستائېلې۔دوي په دې مهال په سيمه ايزه وضعه او په خاص توګه د امريكې د اړخه يروشلم د اسرائيل پايه تخت تسليمولو نه پس د منځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د فلسطين كاز لپاره ?? پاكستان څرګندې مرستې پخلي كولو سره ووئيل پاكستان د امريكې دغه پريكړه رد كړې او پاكستان به د فلسطين مسئلې حل له غېر مشروط م??ات?? روان ساتي۔وزيراعظم په لائن آف كنټرول د اوسني صورتحال او ?? پاكستان د اړخه د ترهه ګرۍ مخ نيوي هلو ځلو او سيمه ايز امن او استحكام له د عزم څخه هغه خبر كړو۔په دې موقع ?? پاكستان او سلطنت اردن ترمينځه سول پروټكشن او او د سول ډيفنس په ??وظ نامه لاس ليك وشو۔په دې موقع د هاؤسنګ او تع??ير??ت وزارت او د پبلك وركس وزارت ترمينځه د مفاهم په يادښ?? لاس ليك هم وشو۔شاه عبدالله په تود هركلي كولو د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي مننه وكړه۔وزيراعظم شاه عبدالله او د هغوي پلاوي له مېلمستيا وركړه ٬ شاه عبدالله دوئم 11 كاله پس پاكستان ته راغلې او د هغه ?? پاكستان دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورورلۍ اړيكو عكاسي كوي