ډیووس ۔ 25 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د م??ټر?? جوړلو کمپنۍ رینالټ۔نسان له پھ پاکستان كښې د سرمایه کارۍ كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي پاکستان به تر 2023ء په كلنه توګه د 5 لکھ م??ټر?? مارکیټ جوړ شي۔ ده د رینالټ۔نسان چیئرمېن کارلوس ګھوسن سره خبرې اترې كولې ،چا چې د نړيوال اقتصادی فورم په موقع ډیوو?? كښې ده سره ليدلې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل ر??نالټ۔نسان پاکستان كښې دې د سرمایه کارۍ جاج واخلي ٬رینالټ، کِیا، هندائی او نورې د م??ټر?? جوړلو کمپنۍ د پاکستان مارکیټ ته ننوځي چرته چې ټویوټا، هنډا او سوزوکی وړاندې څخه كار كوي، رینالټ۔نسان دې پاکستان كښې د خپلې سرمایه کارۍ كولو جاج واخلي۔ په دې مهال کارلوس ګھوسن د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل ر??نالټ به خپل جدید مصنوعات او ټیکنالوجی پاکستان ته راوړي۔ ده ووئيل پاکستان د كال 3 لکھ موټر یونټس مارکیټ لرې چرته چې آټو موبائلز او آټو پارټس لپاره پراخه ګنجائش شته۔ په دې موقع د نېشنل هیلتھ سروسز دوهمه وزيره سائره افضل تارړ، د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې دوهمه وزيره مریم اورنګزیب، د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او سینئر چارواكي هم موجود ؤ۔