اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرچوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې د محمد نوا?? شريف د وژن له مخې به ټولې پرمختيائي پروژې ترسره كولو سره خوشحال ??اك??تان اولس ته سپارو٬ حكومت به خپله ټاكل شوې موده ترسره كوي۔ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د كال 2018م ??اك??تان به د خوشحالې٬ امن او پرمختګ په اړه د كال 2013م د ??اك??تان نه مختلف وي۔ ده ووئيل چې د وخت وړاندې د ټولټاكنو غوښتنه كوونكو سره نه په تېر وخت كښې كومه پرمختيائي اېجنډا وه او نه ئې اوس لري او نه دوي په هېواد كښې د جمهوريت ودې سره كوم عرض لري۔ ده ووئيل چې د حكومت خپله موده پوره كول په ??اك??تان كښې د جمهوري عمل مضبوطيا لپاره ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ به د خپلې كاركردګې په بنياد په راتلونكو ټولټاكنو كښې د ښې كاركردګې څرګندونه كوي او كاميابي به ترلاسه كوي۔